د خیبر ضلعې په یوې دولتي ودانۍ کې بمي چاودنه شوې ده چې پکې ځاني زیان نه دی اوښتی.د لواړګي (لنډي کوتل) د پولیسو تاڼېدار زاهد خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د فبرورۍ پر ۱۱مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د خوږه خېلو د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په نوم د مالي مرستو ورکولو په دفتر کې وشوه چې پکې وداني زیانمنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، دفتر په یوه شخصي ودانۍ کې وو او حکومت د پروګرام له لارې له ځايي بېوزله ښځو سره مالي مرستې کولې.
د بمي چاودنې مسوولیت لا چا نه دی منلی خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
د لواړګي (لنډي کوتل) د پولیسو تاڼېدار زاهد خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل، چاودنه د فبرورۍ پر ۱۱مه شپې شاوخوا ۱۰ بجې د خوږه خېلو د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام په نوم د مالي مرستو ورکولو په دفتر کې وشوه چې پکې وداني زیانمنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، دفتر په یوه شخصي ودانۍ کې وو او حکومت د پروګرام له لارې له ځايي بېوزله ښځو سره مالي مرستې کولې.
د بمي چاودنې مسوولیت لا چا نه دی منلی خو پولیس وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.
له څلورو کلونو راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.
| # | Наименование новости | Тональность | Информативность | Дата публикации |
|---|---|---|---|---|
| 1 | د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې | 0 | 3.84 | 25-01-2026 |
| 2 | د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی | 0 | 3.72 | 26-02-2026 |
| 3 | د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده | 0 | 3.03 | 27-01-2026 |
| 4 | د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی | 0 | 4.36 | 24-01-2026 |
| 5 | په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی | 0 | 3.6 | 20-03-2026 |
| 6 | د خيبر چارواکو په ډرون بريد کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده | 0 | 4.36 | 31-03-2026 |
| 7 | تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی | 0 | 4.1 | 05-02-2026 |
| 8 | عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی | 0 | 4.76 | 26-02-2026 |
| 9 | پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغانانو پرمخ وتړله | 0 | 4.23 | 27-03-2026 |
| 10 | د خیبر سوداګرو بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې خلاصې کړي | 0 | 6.28 | 22-02-2026 |