Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی

Дата публикации: 26-02-2026 12:36:17

پېښور های کورټ د خيبر پښتونخوا او پاکستان له حکومتونو د خیبر په تیرا کې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خلکو د کډوالۍ په اړه لیکلی سپیناوی غوښتی دی.د فبرورۍ پر ۲۵مه د قاضيانو محمد نعیم انور او کامران حیات جرګګۍ د خيبر د يو استوګن زرک اپرېدي د غوښتنلیک اورېدنه وکړه.
نوموړي له عدالته غوښتي چې تیراوالو ته د کورونو د پرېښوولو په اړه د چارواکو ناليکلی او زباني حکم ناقانونه وګرځوي او هغوی ته دې د رسېدلو زیانونو تاوان ورکړل شي.
د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیل (اېډوکېټ جنرل) شاه فیصل اتمانخېل، د پاکستان مرستیال څارنوال، درخواست ورکوونکی او شپږ قبايلي مشران عدالت ته حاضر شول.
اتمانخېل عدالت ته وويل چې لیکلی ځواب یې ورکړی دی او زیاته یې کړه چې صوبايي حکومت په تیرا کې یې د هېڅ ډول پوځي عملیاتو امر نه دی کړی.
بلخوا مرستیال څارنوال هم عدالت ته وويل چې وفاقي حکومت هم د پوځي عملیاتو امر نه دی کړی او په دې اړه یې راپور جمع کړی دی.
اخوا درخواست ورکوونکي زرک خان اپرېدي عدالت ته وويل چې وفاقي او صوبايي حکومت دواړه انکار کوي نو معلومه نه ده چې د تیرا اوسېدونکو ته چا د کورونو پرېښودو ويلي دي.
قاضیانو تر دې وروسته دواړو حکومتونو ته امر وکړ چې خپل لیکلي ځوابونه دې ورکړي.
دا اورېدنه په داسې حال کې وشوه چې په تيرا کې د وسلوالو خلاف د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خلکو د کډوالۍ په اړه وار له مخه د صوبايي او وفاقي حکومتونو ترمینځ لانجه روانه ده.
د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ۲۰۲۵ز کال په ډېسېمبر کې ويلي ول چې په خیبر کې له پوځي چارواکو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کورونو پر پرېښوولو سلا شوي دي.
تر هغه وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه په رسمي توګه له سیمې کډې پیل شوې او تر ۹۰ فیصده زیاتو خلکو د خيبر پښتونخوا نورو سیمو ته کډې کړې دي.
په تیرا کې عملیاتو پر سر اختلافاتد خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وار وار په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او دا یې د پوځ له خوا په زور تپل شوي بللي دي.
نوموړي په بېلا بېلو ویناوو کې ویلي دي چې په صوبه کې تر دې وړاندې شویو پوځي عملیاتو هم هیڅ ګټه نه ده رسولې، نو دوی ځکه د دې ملاتړ نه کوي چې بیا دې خلک بې کوره کړل شي.
سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه په سوات کې د وینا پرمهال دعوه کړې وه چې د پېښور کور کمانډر (قول اردو مشر) او د نیمه پوځي ځواک اېف سي صوبايي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي "مجبوره کړه" او بیا یې "په زور خلک له کوره وایستل."
په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم څو ځلې په خپلو ویناوو کې په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او له دې کبله یې پر مرکزي حکومت او پوځ "سختې نیوکې" کړې دي.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، "دا په خپله تر ټولو لویه ترهګري ده چې پر یو سیمه له زرګونو کلونو اباد خلک دې په زور بې کوره کړل شي."
خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جنوري پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه دا دعوې "بې بنسټه" او پر "بد نیتۍ ولاړې" بللي او ویلي یې دي چې نه مرکزي حکومت او نه امنیتي ځواکونو له تیرا څخه د خلکو د کډو کولو حکم ورکړی دی بلکې دا امر صوبايي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ورکړی وو او د کډوالو د مرستې لپاره یې څلور اربه روپۍ اعلان کړې وې.
تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې (ای ایس پي ار) مشر مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."


Основное содержимое страницы с новостью.

پېښور های کورټ د خيبر پښتونخوا او پاکستان له حکومتونو د خیبر په تیرا کې د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خلکو د کډوالۍ په اړه لیکلی سپیناوی غوښتی دی.

د فبرورۍ پر ۲۵مه د قاضيانو محمد نعیم انور او کامران حیات جرګګۍ د خيبر د يو استوګن زرک اپرېدي د غوښتنلیک اورېدنه وکړه.

نوموړي له عدالته غوښتي چې تیراوالو ته د کورونو د پرېښوولو په اړه د چارواکو ناليکلی او زباني حکم ناقانونه وګرځوي او هغوی ته دې د رسېدلو زیانونو تاوان ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا سرکاري وکیل (اېډوکېټ جنرل) شاه فیصل اتمانخېل، د پاکستان مرستیال څارنوال، درخواست ورکوونکی او شپږ قبايلي مشران عدالت ته حاضر شول.

اتمانخېل عدالت ته وويل چې لیکلی ځواب یې ورکړی دی او زیاته یې کړه چې صوبايي حکومت په تیرا کې یې د هېڅ ډول پوځي عملیاتو امر نه دی کړی.

بلخوا مرستیال څارنوال هم عدالت ته وويل چې وفاقي حکومت هم د پوځي عملیاتو امر نه دی کړی او په دې اړه یې راپور جمع کړی دی.

اخوا درخواست ورکوونکي زرک خان اپرېدي عدالت ته وويل چې وفاقي او صوبايي حکومت دواړه انکار کوي نو معلومه نه ده چې د تیرا اوسېدونکو ته چا د کورونو پرېښودو ويلي دي.

قاضیانو تر دې وروسته دواړو حکومتونو ته امر وکړ چې خپل لیکلي ځوابونه دې ورکړي.

دا اورېدنه په داسې حال کې وشوه چې په تيرا کې د وسلوالو خلاف د ممکنه پوځي عملیاتو له امله د خلکو د کډوالۍ په اړه وار له مخه د صوبايي او وفاقي حکومتونو ترمینځ لانجه روانه ده.

د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزې کمېټۍ د ۲۰۲۵ز کال په ډېسېمبر کې ويلي ول چې په خیبر کې له پوځي چارواکو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کورونو پر پرېښوولو سلا شوي دي.

تر هغه وروسته د جنورۍ پر ۱۰مه په رسمي توګه له سیمې کډې پیل شوې او تر ۹۰ فیصده زیاتو خلکو د خيبر پښتونخوا نورو سیمو ته کډې کړې دي.

په تیرا کې عملیاتو پر سر اختلافات

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وار وار په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او دا یې د پوځ له خوا په زور تپل شوي بللي دي.

نوموړي په بېلا بېلو ویناوو کې ویلي دي چې په صوبه کې تر دې وړاندې شویو پوځي عملیاتو هم هیڅ ګټه نه ده رسولې، نو دوی ځکه د دې ملاتړ نه کوي چې بیا دې خلک بې کوره کړل شي.

سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۲۵مه په سوات کې د وینا پرمهال دعوه کړې وه چې د پېښور کور کمانډر (قول اردو مشر) او د نیمه پوځي ځواک اېف سي صوبايي مشر د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټي "مجبوره کړه" او بیا یې "په زور خلک له کوره وایستل."

په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم څو ځلې په خپلو ویناوو کې په تیرا کې د پوځي عملیاتو مخالفت کړی او له دې کبله یې پر مرکزي حکومت او پوځ "سختې نیوکې" کړې دي.

نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، "دا په خپله تر ټولو لویه ترهګري ده چې پر یو سیمه له زرګونو کلونو اباد خلک دې په زور بې کوره کړل شي."

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د جنوري پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه دا دعوې "بې بنسټه" او پر "بد نیتۍ ولاړې" بللي او ویلي یې دي چې نه مرکزي حکومت او نه امنیتي ځواکونو له تیرا څخه د خلکو د کډو کولو حکم ورکړی دی بلکې دا امر صوبايي حکومت د ډېسېمبر په پای کې ورکړی وو او د کډوالو د مرستې لپاره یې څلور اربه روپۍ اعلان کړې وې.

تر دې وړاندې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې (ای ایس پي ار) مشر مشر جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه ویلي وو چې د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی04.3624-01-2026
2سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي04.102-02-2026
3تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده03.8423-01-2026
4د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده 03.0327-01-2026
5د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې 03.8425-01-2026
6د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي05.1822-01-2026
7تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی04.105-02-2026
8پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغانانو پرمخ وتړله04.2327-03-2026
9د خيبر چارواکو په ډرون بريد کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده04.3631-03-2026
10خیبر کې د بېنظیر انکم سپورټ په دفتر کې بمي چاودنه شوې ده04.2312-02-2026

Классификация: Международные. Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 4.76. Источник: www.mashaalradio.com.