Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

پاکستان او چین د فضایي مرستو د پراخولو تړون لاسلیک کړی

Дата публикации: 01-03-2025 02:29:00

پېښور — پاکستان اؤ چین په هوایي مرستو پراخولو او د چین د فضایي سټیشن لپاره د لومړي پاکستاني خلاباز د روزنې تړون کړی دی.
د پاکستان د سرکاري راډیو د راپور له مخې، دا تړون په اسلام‌آباد کې لاسلیک شوی اؤ د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم موجود و.
په دغه موقعه وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دا تړون د چین له خوا د تېرو څو لسیزو راهیسې د فضا او نورو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
شهباز شریف زیاته کړه چې پاکستان غواړي د چین په همکارۍ خپل فضایي ماموریتونه پرمخ یوسي.
نوموړي د دې پروګرام د بریا لپاره ټینګار وکړ او دا یې د پاکستاني ځوانانو لپاره د نوو فرصتونو موندلو لپاره ګټور وباله.
د فضا د څېړنو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال، د سپارکو  مشر محمد یوسف خان وویل چې دا مهال د پاکستان درې څارنیز سپوږمکۍ (سیټلایټونه) په فضا کې دي او دا په بشپړ ډول فعال دي.
هغه وویل چې د روان کال تر پایه به نور څلور سپوږمکۍ هم فضا ته واستول شي، چې له دې سره به د هېواد اړینې اړتیاوې پوره شي.
د سپارکو مشر زیاته کړه چې د انسان خلایي مشن اقدام زموږ د بریا ثبوت دی او د فضایي علومو په برخه کې زموږ رول زموږ ژمنتیا څرګندوي.
په دې وروستیو کې پاکستان او چین د فضا په برخه کې د خپلو اړیکو  لا پراخولو لوري ته مخه کړې ده ، چې موخه یې د پاکستان فضایي توان سیوا کول  او د فضایي ساینس په برخه کې د ګډو پروژو پراخول دي.
چین د پاکستان د فضا د څېړنو ملي ادارې سپارکو سره د سپوږمکیو جوړولو، توغولو، او د فضایي ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخو کې همکاري کوي. 
د دې همکارۍ یوه مهمه برخه د چین-پاکستان د اقتصادي راهدارۍ (سیپک) تر چتر لاندې روانې پروژې دي، چې چین پکې د پاکستان د اساسي ځاندرې او ساینسي پرمختګ لپاره پانګونه کوي.
دواړه هېوادونه د فضایي تحقیقاتو ترڅنګ د انساني فضایي ماموریتونو پر پرمختګ هم کار کوي، او د دې پروګرام یوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې پاکستان به د چین په مرسته خپل لومړنی خلا باز د چین فضایي سټیشن ته واستوي.
د فضایي علومو کارپوهان باور لري چې د چین او پاکستان ترمنځ دا ستراتیژیکه همکاري نه یوازې پاکستان ته تخنیکي ګټه رسوي، بلکې د سیمې په کچه د فضایي څېړنو لپاره یو نوی دور هم پرانیزي.

Основное содержимое страницы с новостью.

پېښور — 

پاکستان اؤ چین په هوایي مرستو پراخولو او د چین د فضایي سټیشن لپاره د لومړي پاکستاني خلاباز د روزنې تړون کړی دی.

This item is part of

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1چین پاکستان ته د خپل دوه اربه ډالرو پور د ستنولو موده تر یو کال وغځوله02.9809-03-2025
2🇨🇳 Китай создает собственную экосистему многоразовых космических запусков Китайская частная ...0513-07-2026
3DPM Dar arrives in China to attend World AI Conference0316-07-2026
4Россия и Китай подписали программу сотрудничества в космической деятельности до 2027 года0016-01-2023
5Роскосмос может подписать меморандум о взаимопонимании по сотрудничеству с Пакистаном0030-09-2021
6Рогозин предложил КНР сотрудничество по лунной станции и дистанционному зондированию Земли0007-06-2019
7Роскосмос обсудил с коллегами из Китая перспективы сотрудничества по лунной программе0019-10-2020
8Пакистан назвал свой первый луноход Jinnah-1: аппарат отправится к Луне в 2029 году09.0113-08-2026
9Посол Пакистана в РФ: мы не можем диктовать талибам0006-09-2021

Классификация: Космос. Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 9. Тональность: 0. Информативность: 3.09. Источник: www.voadeewanews.com.