Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

چین پاکستان ته د خپل دوه اربه ډالرو پور د ستنولو موده تر یو کال وغځوله

Дата публикации: 09-03-2025 02:59:00

پېښور — چین پاکستان ته د ورپورې هغو  دوه اربه ډالرو د ستنولو موده یو کال غځولې ده چې د روانې میاشتې په 24مه نېټه یې د ستنولو موده سرته رسېدونکې وه.
د پاکستان د خزانې وزارت پخپله اعلامیه کې د چین له لوري د دوؤ اربو ډالرو د پور د ستنولو د مودې غځولو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان په اقتصادي ثبات اؤ رغونه کې  د دوست هیواد چین معاشي همکاري دوامداره ده.
د خزانې وزارت ویلي چې د چین لخوا د خپل پور موده کې د یو کال پراختیا سره به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو په پیاوړتیا کې لاس امداد وشي.
پاکستان په تېرو کلونو کې له چین څخه د پام وړ پورونه ترلاسه کړي دي. د 2023م کال د جولای میاشتې پورې، پاکستان له چین څخه 2.4 میلیارده ډالره پور اخیستی و، چې د چین د صادراتو او وارداتو بانک (اېکس اېم) له لوري ورکړل شوی و. 
د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جولای پر 27مه اعلان وکړ چې د دې پور پرې کولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځول شوې ده. 
پاکستان دا پورونه په بېلابېلو برخو کې کارولي دي. په ځانګړې توګه، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پيک) په چوکاټ کې، چې په 2013 کال کې پیل شو.
 چین په پاکستان کې د بنیادي ځاندرې لکه سړکونو، رېل‌پټلۍ، بندرونو او بجلي ګهرونو په جوړولو کې پانګونه کړې ده. د دې پروژو لومړنۍ ارزښت 46 میلیارده ډالره و، خو وروسته 54 میلیارده ډالرو ته لوړ شو. 
څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کمې شوې، او د روپۍ ارزښت د ډالر په مقابل کې راټیټ شوی دی. 
د 2023م کال په فبرورۍ کې، پاکستان له چین څخه 700 میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی ؤ چې موخه یې د بهرنیو اسعارو د زیرمو پیاوړتیا وه. 
تېره د فبرورۍ میاشت کې د کریډیټ د درجه بندۍ نړیوالې ادارې (فِچ) د پاکستان د بهرنیو ادایګیانو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی که د اي اېم اېف ارزونې وځنډېدې، نو د هېواد کریډیټ درجه بندي کې کمی راتلی شي.
راپور کې ویل شوي وؤ چې پاکستان باید په روان مالي کال کې 22 میلیارده ډالرو نه زیات پورونه ستانه کړي چې هغې کې 13 میلیارده ډالر دوه‌اړخیز پورونه دي.


Основное содержимое страницы с новостью.

پېښور — 

چین پاکستان ته د ورپورې هغو دوه اربه ډالرو د ستنولو موده یو کال غځولې ده چې د روانې میاشتې په 24مه نېټه یې د ستنولو موده سرته رسېدونکې وه.

د پاکستان د خزانې وزارت پخپله اعلامیه کې د چین له لوري د دوؤ اربو ډالرو د پور د ستنولو د مودې غځولو پخلی کړی اؤ ویلي یې دي چې د پاکستان په اقتصادي ثبات اؤ رغونه کې د دوست هیواد چین معاشي همکاري دوامداره ده.

د خزانې وزارت ویلي چې د چین لخوا د خپل پور موده کې د یو کال پراختیا سره به د پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرو په پیاوړتیا کې لاس امداد وشي.

پاکستان په تېرو کلونو کې له چین څخه د پام وړ پورونه ترلاسه کړي دي. د 2023م کال د جولای میاشتې پورې، پاکستان له چین څخه 2.4 میلیارده ډالره پور اخیستی و، چې د چین د صادراتو او وارداتو بانک (اېکس اېم) له لوري ورکړل شوی و.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د جولای پر 27مه اعلان وکړ چې د دې پور پرې کولو موده تر دوو نورو کلونو پورې غځول شوې ده.

پاکستان دا پورونه په بېلابېلو برخو کې کارولي دي. په ځانګړې توګه، د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پيک) په چوکاټ کې، چې په 2013 کال کې پیل شو.

چین په پاکستان کې د بنیادي ځاندرې لکه سړکونو، رېل‌پټلۍ، بندرونو او بجلي ګهرونو په جوړولو کې پانګونه کړې ده. د دې پروژو لومړنۍ ارزښت 46 میلیارده ډالره و، خو وروسته 54 میلیارده ډالرو ته لوړ شو.

څېړونکي اؤ مطبوعات وایي چې له تېرو څو کلونو راپدیخوا پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کمې شوې، او د روپۍ ارزښت د ډالر په مقابل کې راټیټ شوی دی.

د 2023م کال په فبرورۍ کې، پاکستان له چین څخه 700 میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی ؤ چې موخه یې د بهرنیو اسعارو د زیرمو پیاوړتیا وه.

تېره د فبرورۍ میاشت کې د کریډیټ د درجه بندۍ نړیوالې ادارې (فِچ) د پاکستان د بهرنیو ادایګیانو وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی که د اي اېم اېف ارزونې وځنډېدې، نو د هېواد کریډیټ درجه بندي کې کمی راتلی شي.

راپور کې ویل شوي وؤ چې پاکستان باید په روان مالي کال کې 22 میلیارده ډالرو نه زیات پورونه ستانه کړي چې هغې کې 13 میلیارده ډالر دوه‌اړخیز پورونه دي.

This item is part of

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1پاکستان او چین د فضایي مرستو د پراخولو تړون لاسلیک کړی03.0901-03-2025
2CGTN — Китай и Пакистан подтвердили установившиеся отношения и обещают продвигать многополярный мир06.5327-05-2026
3د طالبانو حکومت: په جبري ډول د افغان کډوالو ستنول افغانستان کې د مرستو پر بهیر اغېز کوي02.5527-02-2025
4DPM Dar arrives in China to attend World AI Conference0316-07-2026
5 China estrecha lazos con este país limítrofe: 5.000 millones y ocho submarinos militares 0704-07-2026
6Куратор дипломатии КНР заверил ВС Пакистана в надежном партнерстве с Китаем0028-04-2023
7Customs achieves Rs467bn revenue in June5702-07-2026
8په تورخم د پاکستاني او طالب چارواکو خبرو کومه نتيجه نه ده ورکړې، دروازه لا هم تړلې پرته ده04.8825-02-2025
9Министр финансов Пакистана пообещал, что очередная просьба МВФ о помощи станет последней0020-10-2018
10В Пакистане заявили, что добиваются пересмотра сроков погашения долга в размере $27 млрд0015-10-2022

Классификация: Экономика. Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 2.98. Источник: www.voadeewanews.com.